9 صِرف مشران هوښيار نۀ وى، کله کله مشران هم په اِنصاف باندې نۀ پوهيږى.
بادشاه خپلو درباريانو ته ووئيل، ”تاسو ته پته نۀ لګى چې نن په بنى اِسرائيلو کښې يو لوئ مشر مړ شوے دے؟
هغه اعتبارى مشيران غلى کړى، د مشرانو نه حِکمت يوسى.
نو ځکه زۀ وايم چې ما ته غوږ ونيسئ، ما پرېږدئ چې د خپلې رايې اظهار هم وکړم.
ما وئيل چې مشران دې خبره وکړى، ځکه چې عقل د عُمر سره راځى.
د هغوئ نه خپل ټول مال اخستے شوے دے، هغوئ په جاهليت مړۀ شى.
زۀ د مشرانو نه ډېره زياته هوښيارتيا لرمه ځکه چې زۀ ستا په شريعت عمل کومه
ما عقل ستا د تعليماتو نه زده کړو نو په دې وجه د غلطو لارو نه نفرت کومه
يو غريب خو هوښيار ځوان ښۀ دے د هغه بوډا او کم عقل بادشاه نه، څوک چې د چا نصيحت ته غوږ نۀ اېږدى.
نو زۀ به د دوئ مشرانو له لاړ شم او هغوئ سره به خبرې وکړم. نو دوئ به ضرور د مالِک خُدائ د لارو او حکمونو نه خبر وى.“ خو افسوس چې دې مشرانو هم د مالِک خُدائ د تابعدارۍ زنځير او جغ مات کړو او د خپلو ځانونو نه يې اخوا کړے وو.
په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.
زمونږ مشرانو او فريسيانو نه يو هم په هغۀ ايمان نۀ دے راوړے.