4 نو اليهُو د ايُوب سره د خبرو کولو دپاره د نورو کسانو انتظار کولو، ځکه چې هغوئ د هغۀ نه مشران وُو.
هغه د ايُوب درېو ملګرو ته هم غصه وو ځکه چې هغوئ ايُوب له جواب نۀ شو ورکولے او داسې ښکارېده چې خُدائ پاک په غلطه دے.
خو چې کله اليهُو ته پته ولګېده چې د هغه درېو کسانو سره څۀ جواب نۀ وو، نو هغه غصه شو.
څوک چې د خبرې اورېدو نه مخکښې جواب ورکوى، دا د هغۀ کم عقلتوب دے او د هغۀ شرم دے.
د شلولو او د ګنډلو دپاره وخت مقرر وى، د خاموشۍ او د خبرو کولو دپاره وخت مقرر وى.
د بوډاګانو په مخکښې پاڅېږئ او د مشرانو عزت کوئ. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ يم.