Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 32:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نو بيا د رام د خاندان د بوزى براکيل زوئ اليهُو غصه شو. هغه ايُوب ته ځکه غصه شو چې ايُوب خپل ځان صحيح ګڼلو او په خُدائ پاک يې اِلزام لګولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 32:2
18 Iomraidhean Croise  

مشرے عُوض، د هغۀ ورور بُوز، د آرام پلار قمو‌اېل،


دا تا ته ښۀ ښکارى، چې ما په عذاب کړې، چې ما يعنې د خپلو لاسونو کار رد کړې او د بدکارو خلقو منصوبو ته ښۀ ووائې؟


ځکه چې ستا ګناه ستا ژبې ته ښودنه کوى، او تا د دوکه باز ژبه خوښه کړې ده.


نه، هغه وجه ده چې ستا بدعملى زياته ده او ستا د ګناهونو ختمېدل نشته.


”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، چا چې زما حقُونه اخستى دى، او هغه قادر خُدائ چا چې زما ژوند تريخ کړے دے،


زۀ به هيڅکله دا ونۀ وايم چې تۀ په حقه يې، ترڅو پورې چې مړ شوے نۀ يم نو صداقت به ما کښې وى.


زۀ به دا دعوىٰ هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زۀ بې‌ګناه يم، ځکه چې ټول عُمر زما ضمير صفا دے.


تا ما سره زياتے شروع کړے دے، او د خپل طاقت سره ما له تکليف راکوې.


هغه د ايُوب درېو ملګرو ته هم غصه وو ځکه چې هغوئ ايُوب له جواب نۀ شو ورکولے او داسې ښکارېده چې خُدائ پاک په غلطه دے.


تا زما په مخکښې خبرې کړې دى، او ما ستا ټولې خبرې اورېدلې دى.


”ستا په خيال دا دعوىٰ به صحيح وى، چې تۀ وائى چې د خُدائ پاک په نظر کښې زۀ صادق يم،


ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بې‌اِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟


ستا د کور غېرت دپاره زۀ وسوزېدم، څوک چې تا سپکوى د هغوئ سپکوالے زۀ برداشت کوم.


د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.


خو هغۀ خپل ځان د صحيح ثابتولو دپاره د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”زما ګاونډى څوک دے؟“


د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan