1 نو دې درېو کسانو ايُوب له نور جواب ورنۀ کړو، ځکه چې ايُوب پخپله په خپل خيال کښې بېګناه وو.
زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه.
اګر چې تا ته پته ده چې زۀ بېګناه يم، او ستا د لاسونو نه مې هيڅ څوک نۀ شى بچ کولے.
کۀ هغه ما وژنى هم خو زۀ به په هغۀ توکل کوم، او زۀ به د هغۀ په مخکښې خپله دفاع کوم.
ګورئ، ما د خپلې خبرې تيارے کړے دے، ما ته پته ده چې زۀ به بېګناه ثابت شم.
ځکه چې ستا ګناه ستا ژبې ته ښودنه کوى، او تا د دوکه باز ژبه خوښه کړې ده.
نه، هغه وجه ده چې ستا بدعملى زياته ده او ستا د ګناهونو ختمېدل نشته.
يو نېک سړے د هغۀ سره د خبرو کولو حق لرى، او زما قاضى خُدائ پاک به مې د تل دپاره بېګناه وګرځوى.
تا زما په مخکښې خبرې کړې دى، او ما ستا ټولې خبرې اورېدلې دى.
تۀ وائې چې، ”زۀ صفا او بېګناه يم، زۀ معصُوم يم او په ما کښې هيڅ غلطى نشته.
ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بېاِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟
خپل سوچ بدل کړئ او بېاِنصافه مۀ جوړېږئ، داسې وګڼئ چې زۀ په حقه يم.