2 د هغوئ طاقت به ما له څۀ فائده راکړى؟ د هغوئ ټول زور ختم شوے دے.
اوس زما نه کشران هم په ما پورې خندا کوى، او دا هغه کشران دى چې د چا پلاران هم زما د رَمو د سپو برابر نۀ وو.
هغوئ دومره غريبانان او اوږى وُو چې د شپې به يې په صحرا کښې د بوټو جرړې خوړلې.
هم په ځوانۍ کښې خپل خالِق ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې د مصيبت ورځې راشى، او هغه کلونه راشى او تۀ پکښې ووائې چې، ”د ژوند هيڅ مزه نشته.“