8 لعنت ويونکى دې هم په هغه ورځ لعنت ووائى، هغه څوک چې په سمندرى بلاګانو راويښولو کښې ماهِر وى.
يرمياه پېغمبر د يوسياه بادشاه دپاره يوه د غم سندره جوړه کړه. نو د اِسرائيل په مُلک کښې د سندرغاړو، ناريناؤ او زناناؤ دواړو دا يو رِواج جوړ شو، چې کله به هغوئ د هغۀ دپاره د غم ژړا کوله نو دا سندره به يې وئيله. دا سندره د مرثيو په کِتاب کښې ليکلے شوې ده.
او هغه شپه دې شنډه شى، په هغه شپه کښې دې هيڅ خوشحالى نۀ وى.
د دې د سحر ستورى دې تور شى، هغه دې د رڼا په طمع وى، خو مِلاو دې ورته نۀ شى، دا دې په سحر کښې د نمر شُغلې ونۀ وينى،
سمندرى بلاګانې تۀ د کُنډې سره راويستلے شې، يا د دې ژبه د پړى سره تړلے شې څۀ؟
هيڅ څوک هم دا جرأت نۀ شى کولے چې کار ورسره وساتى. او د دې په وړاندې څوک ټېنګېدے شى؟
کله چې دا په خپله پاڅى نو طاقتور خلق ويريږى، او يرې نه وتښتى.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.
نو ځکه مالِک خُدائ، ربُ الافواج قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په ټولو کوڅو کښې به ژړاګانې وى او په هر چوک کښې به د مړو وير وى. زمينداران د ماتم کولو دپاره راوغوښتلے شى او کسبى ماتم کوونکى به د ژړا دپاره راوغوښتلے شى.
”مونږ درته شپيلۍ وغږوله او تاسو ګډ نۀ شوئ، مونږ درته ځان ووهلو او وير مو وکړو خو تاسو ونۀ ژړل.“
کله چې هغوئ د عبادتخانې د مشر کور ته ورغلل، هلته هغۀ لويه ګڼه د خلقو ژړا او انګولا وليدله چې په چغو يې ژړل.