5 توره دې شى او تکه توره تيارۀ دې پرې راشى. وريځې دې ورباندې پاتې شى، د هغه ورځې تيارۀ دې دا ويروى.
زما سترګې د ژړا نه سرې دى، او زما د سترګو ليمۀ تور شول.
ځکه چې توره شپه د هغوئ دپاره سحر دے، او هغوئ د تورې تيارې د يرې سره عادت دى.
انسان په تيارۀ کښې رڼا ځلوى، او د دُنيا آخرى حد معلوموى، او د زمکې لاندې په تيارۀ کښې قيمتى کاڼى لټوى.
هغه ورځ دې تکه توره شى. لوئ خُدائ پاک دې پرې نظر نۀ اچوى، او رڼا دې پرې نۀ راولى.
تکه توره تيارۀ دې هغه شپه قابو کړى. هغه دې بيا هيڅکله د کال په ورځو کښې نۀ شى شمېرلے او په يوه مياشت کښې دې هم حِساب نۀ کړے شى.
داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى.
د مرګ دروازه تا ته ښکاره شوې ده څۀ؟ يا تا د تکې تورې تيارې دروازې ليدلې دى څۀ؟
په دوئ کښې څۀ په مصيبت او په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو، قېديان په کښې په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو،
او هغۀ هغوئ د تيارې نه بهر راوويستل او د هغوئ زنځيرونه يې مات کړل.
کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
مونږ دې تباه کړُو او د ګيدړانو ښکار دې کړُو، او په توره تيارۀ کښې دې پرېښودو.
کوم خلق چې په تيارۀ کښې ګرځېدل، نو هغوئ يوه لويه رڼا ليدلې ده، او هغوئ څوک چې په تورو تيارو کښې اوسېدل، پرې نُور ځليږى.
د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.
هغوئ دا تپوس قدرې هم ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے، چا چې مونږ د مِصر نه رابهر کړو، او په هغه صحرا کښې يې زمونږ لارښودنه وکړه چې د ميرو او کندو کپرو مُلک وو، هر طرف ته خُشکه او تيارۀ وه چې په کومه زمکه کښې نۀ چا سفر کولو او نۀ په کښې څوک اوسېدل؟“
نو په دې وجه به زمکه ماتم کوى، او بره آسمان به تک تور شى. ځکه چې ما دا وفرمائيل او د خپلې خبرې نه به وانۀ وړم. ما دا فېصله کړې ده دا به بدله نۀ کړم.“
ځکه هغه ورځ رانزدې ده، د مالِک خُدائ ورځ رانزدې ده، د تورو تيارو ورځ، دا به د قومونو دپاره د قيامت ورځ وى.
لکه څنګه چې شپونکى د خپلو ګډو سره وى او د خپلو خوَرو ګډو په تلاش کښې وى، نو هم داسې به زۀ هم د خپلو ګډو په تلاش کښې يم. زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه بچ کړم چرته چې هغوئ د تيارې او د وريځې په ورځ خوَرې ورې شوې وې.
دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو او تورو تيارو يوه ورځ ده. لکه څنګه چې د سحر رڼا په غرونو راخوريږى داسې يو لوئ او طاقتور لښکر راروان دے، چې داسې به نۀ پخوا چا ليدلے وى او نۀ به په راتلونکى وخت کښې کله راشى.
هغه چا چې ستورى پېدا کړى دى، چا چې د ستورو غومپک پېدا کړے دے. او څوک چې تيارۀ د سحر په رڼا بدلوى، او د ورځې رڼا په شپه بدلوى. څوک چې د سمندر اوبۀ راوغواړى او د زمکې په مخ يې وراړوى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے.
زۀ به ستاسو مذهبى اخترونه په ماتم بدل کړم او ستاسو د خوشحالۍ ټولې سندرې به د غم په سندرو بدلې کړم. زۀ به په ټولو د ټاټ جامې واغوندمه او سرونه به پرې ګنجيان کړم. خلق به داسې ماتم کوى لکه چې اېک يو زوئ يې مړ وى. هغه ورځ به څومره سخته وى.“
کوم خلق چې په تيارۀ کښې ناست وُو، هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، او څوک چې په زمکه د مرګ په سورى کښې ناست وُو، پرې رڼا وځلېده.“
او په هغوئ به وځليږى څوک چې په تيارۀ کښې او د مرګ په سورى کښې ناست وى او چې زمونږ قدمونه د خير او سلامتۍ په لاره سم کړى.“
چې تاسو څنګه د غرۀ لمنې ته لاړئ او هلته ودرېدئ په کوم چې اور لګېدلے وو او لمبې يې آسمان ته ختلې او وريځ او تکه توره تيارۀ شوه.
نو تاسو هغه غر ته نۀ يئ راغلى چې به د اور شغلو، تيارې، تورتم او طوفان راګېرولو، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل د سينا غرۀ ته راغلى وُو.