3 ”هغه ورځ دې تباه شى چې په کومه ورځ باندې زۀ پېدا شوے وم او چې په کومه شپه زۀ د مور په ګېډه شوے وم نو هغه شپه دې لعنتى شى.
ايُوب وفرمائيل،
هغه ورځ دې تکه توره شى. لوئ خُدائ پاک دې پرې نظر نۀ اچوى، او رڼا دې پرې نۀ راولى.
نو ما بيا ووئيل چې، کاش چې زۀ د مور نه پېدا شوے هم نۀ وے. زۀ چې چرته هم ځم نو هلته خلق زما مخالف دى او جنګ راسره کوى. نۀ مې چا ته قرض ورکړے دے او نۀ مې د چا نه قرض اخستے دے، خو بيا هم دوئ ټول په ما لعنت وائى.