Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 3:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 زۀ د پېدا کېدو په وخت ولې مړ نۀ شوم، او د زيږېدنې په وخت مردار ولې نۀ شوم؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 3:11
15 Iomraidhean Croise  

لعنت دې وى په هغه شپه چې زما د مور حمل يې کېدو ته پرېښودو، او زۀ يې د دې ټولو مصيبتونو دپاره پېدا کړم.


زۀ ولې د مور په غېږ کښې وم، هغې ولې ما له سينه راکړې ده؟


هغوئ دې لکه د ګوجى په شان په خپله ويلى شى، لکه څنګه چې مړ ماشوم رڼا ليدلې نۀ وى دوئ دې داسې شى.


زما د پېدا کېدو سره سم ما هم په تا بهروسه کړې ده، او هم تا زما خيال وساتلو د مور په ګېډه. زۀ به همېشه ستا ثناء صِفت کوم.


نو ما هغه خلق بختور وګڼل کوم چې مړۀ شوى دى، د هغه خلقو نه کوم چې تر اوسه پورې ژوندى دى.


خو د ټولو نه بختور هغه دى کوم چې لا پېدا شوى نۀ دى، چې هغوئ هغه بدعملى نۀ ده ليدلې کومه چې په مخ د زمکې کيږى.


کۀ د يو سړى سل بچى وى او تر بوډاتوبه پورې ژوندے وى، خو کۀ په ژوند کښې څۀ خوشحالى ونۀ وينى او په عزت سره دفن نۀ شى نو زۀ خو به دا وايم چې د دۀ نه خو هغه ماشوم ښۀ دے چې مړ پېدا شوے وى.


اګر چې هغۀ نمر هم نۀ دے ليدلے او نۀ ورته دا پته لګېدلې ده چې ژوند څنګه وى، خو بيا هم هغۀ ته د هغه مالداره سړى نه زيات آرام حاصل دے.


”اے د يعقوب اولاده، ما ته غوږ ونيسئ، اے په بنى اِسرائيلو کښې زما باقى پاتې شوو ټولو خلقو. د مور د خېټې نه ما ستاسو پالنه کړې ده، چې کله تاسو پېدا شوى يئ نو د هغې وخت نه زۀ په تاسو پام کوم.


نو ما بيا ووئيل چې، کاش چې زۀ د مور نه پېدا شوے هم نۀ وے. زۀ چې چرته هم ځم نو هلته خلق زما مخالف دى او جنګ راسره کوى. نۀ مې چا ته قرض ورکړے دے او نۀ مې د چا نه قرض اخستے دے، خو بيا هم دوئ ټول په ما لعنت وائى.


ځکه چې زۀ هغۀ د پېدا کېدو نه وړاندې د مور په ګېډه کښې مړ نۀ کړم، ترڅو چې د هغې ګېډه زما قبر جوړ شوے وے.


اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا نه د دې خلقو دپاره څۀ سوال وکړم؟ د هغوئ ښځې شنډې کړه. او د هغوئ په سينو کښې پئ اوچ کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan