3 انسان په تيارۀ کښې رڼا ځلوى، او د دُنيا آخرى حد معلوموى، او د زمکې لاندې په تيارۀ کښې قيمتى کاڼى لټوى.
ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى.
او مالِک د خپل بېايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى.
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟
تۀ د دوئ داسې تلاش وکړه لکه د سپينو زرو چې کوې او يا يې داسې لټون وکړه لکه چې د پټې خزانې کوې.
هغه د قبر تيارۀ لرې کوى، او هغه تکه توره تيارۀ په رڼا بدلوى.
اوسپنه د زمکې نه راويستلے شى، او د کاڼو نه ويلې شوې تانبه راوځى.
هغوئ د انسان د اوسېدو نه لرې په زمکه کښې سورنګونه جوړوى، هغوئ په کان کښې په پړو باندې کوزيږى او خېژى.
توره دې شى او تکه توره تيارۀ دې پرې راشى. وريځې دې ورباندې پاتې شى، د هغه ورځې تيارۀ دې دا ويروى.