8 ځکه چې د خُدائ نه د منکرو خلقو اُميد به څۀ وى چې کله هغوئ د ژوند نه لاس ووينځى، کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ژوند واخلى؟
خو د بد کاره خلقو سترګې به ړندې شى، او هغوئ به د تېښتې ټولې لارې خطا کړى، او هغوئ به صرف د مرګ په انتظار وى.“
د هغۀ په لاس کښې د هر ژوندى څيز ژوند دے او د هغۀ په لاس کښې د هر بشر ساه ده.
او داسې به زۀ بچ شم ځکه چې زۀ څۀ کافر خو نۀ يم کۀ زۀ وم نو بيا به زۀ د هغۀ په مخکښې نۀ شوم ودرېدے.
ځکه چې د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو اولاد به نۀ وى، او څوک چې د رشوت سره مينه کوى نو اور به د هغوئ کورونه سوزوى.
د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.
څوک چې زما مخالفت کوى يا ما سره جګړې کوى نو هغوئ ته دې د ګناهګارو او بدعملو په شان سزا مِلاو شى.
افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې څوک بدعمله وى؟
نو چې څوک خُدائ پاک هېروى نو د هغوئ هم دغه لار ده، چې څوک د خُدائ نه منکر وى نو د هغوئ اُميد به ختم شى.
کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده ورکړه؟ او د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟
خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.
کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان له څۀ فائده ورکړه؟
مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د ګناهګارو نۀ اورى، خو هغه د هغه چا اورى چې د هغۀ عبادت کوى او د هغۀ رضا پوره کوى.
بيا تاسو د مالِک خُدائ په مخکښې وژړل، خو نۀ هغۀ ستاسو فرياد واورېدو او نۀ يې درته غوږ ونيوو.
کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو به د دې بادشاه نه د خلاصون دپاره فرياد وکړئ، کوم چې تاسو په خپله خوښ کړے وى، خو په هغه وخت کښې به مالِک خُدائ ستاسو شکايتونه نۀ اورى.“