2 ”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، چا چې زما حقُونه اخستى دى، او هغه قادر خُدائ چا چې زما ژوند تريخ کړے دے،
يوآب ورته ووئيل، ”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، کۀ تا خبرې نۀ وے کړې نو زما سړى به تر سبا سحره پورې په تا پسې درتللے.“
په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخىاب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“
الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى ربُ الافواج په نوم لوظ کوم د کوم چې زۀ خِدمت کوم چې زۀ به خپل ځان نن بادشاه ته پېش کړم.“
خو چې کله هغه په غرۀ باندې اليشع له راغله نو هغه د اليشع په مخکښې ټيټه شوه او هغۀ ته په پښو پرېوته. جيحازى هغې له ديکه ورکوله چې اليشع ورته وفرمائيل، ”هغه پرېږده، تۀ دا نۀ ګورې چې ډېره زياته خفه ده؟ او مالِک خُدائ ما ته نۀ دى وئيلى چې څۀ شوى دى.“
دا تا ته ښۀ ښکارى، چې ما په عذاب کړې، چې ما يعنې د خپلو لاسونو کار رد کړې او د بدکارو خلقو منصوبو ته ښۀ ووائې؟
خُدائ پاک ما د خُدائ نه منکرو خلقو له ورکوى، او د بدعمله خلقو لاسونو ته مې حواله کوى.
نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک زۀ په غلطه کړے يم، او زما نه ګېرچاپېره يې جال خور کړے دے.
خُدائ پاک زۀ بېزړۀ کړے يم، او قادر خُدائ زۀ يرولے يم،
ځکه چې ايُوب وئيلى دى چې زۀ بېګناه يم، او خُدائ پاک زما سره اِنصاف نۀ کوى،
”ستا په خيال دا دعوىٰ به صحيح وى، چې تۀ وائى چې د خُدائ پاک په نظر کښې زۀ صادق يم،
ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بېاِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟
ځکه چې هغۀ زۀ په طوفان وهلے يم، او هغه بار بار ما زخمى کوى،
هغه به ما ساه اخستو ته پرې نۀ ږدى، خو زما ژوند به د غمونو نه ډک کړى.
نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو شکايت ولې کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو په تکليفونو باندې خبر نۀ دے يا چې ستاسو سره بېاِنصافى کيږى نو تاسو وايئ چې هغه ستاسو خيال نۀ ساتى؟
او بيا کۀ چرې دا قومونه په رښتيا سره زما د خلقو طريقې زده کړى، او کۀ هغوئ زما په نوم قسم خوړل زده کړى او وائى چې په يقين سره مالِک خُدائ ژوندے دے، لکه څنګه چې هغوئ يو وخت زما قوم ته د بعل د بُت په نوم قسم خوړل ور زده کړى وُو، نو هغوئ به بيا زما د قوم په مينځ کښې آباد شى.
کله چې تاسو قسم خورئ چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے“ نو په رښتيا، اِنصاف، او صداقت سره خپله وعده پوره کوئ، نو بيا به تۀ د دُنيا قومونو ته د برکت ذريعه وګرځې او ټول قومونه به ستا په وجه زما نوم ته جلال ورکړى.“
کۀ څۀ هم چې دوئ زما په نوم قسم خورى چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے،“ خو بيا هم دوئ دروغ وائى.
هغوئ ته ووايه چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د بدعمله په مرګ هيڅ نۀ خوشحالېږم، بلکې په دې خوشحالېږم چې هغه ټول غلط کارونه پرېږدى او ژوندے پاتې شى. راوګرځئ، د خپلو بدو لارو نه راوګرځئ. اے بنى اِسرائيلو، نو بيا ولې تاسو مړۀ کېدل غواړئ څۀ؟
خو زما دې په خپل ذات او جلال قسم وى د کوم جلال نه چې ټوله زمکه ډکه ده،
پاتې شپه دلته تېره کړه، او سحر به مونږ وګورو چې هغه ستا ذمه وارى اخلى يا نه. کۀ اخلى، نو ټيک ده، او کۀ نۀ اخلى، نو زۀ بيا په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به ستا خيال ساتم. نو اوس دلته تر سحره پورې پاتې شه.“
زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، څوک چې بنى اِسرائيلو له فتح ورکوى، چې ګناه ګار به ووژلے شى، کۀ هغه زما زوئ يونتن هم وى.“ خو هيچا هيڅ هم ونۀ وئيل.
خو خلقو ساؤل ته ووئيل، ”يونتن به وژلے شى څۀ، چا چې د بنى اِسرائيلو دپاره لويه فتح موندلې ده؟ نه، مونږ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورو چې هغه به د هغۀ يو وېښتۀ هم په زمکه باندې ونۀ غورزوى. هغۀ چې نن څۀ کړى دى هغه يې د خُدائ پاک په مدد سره کړى دى.“ نو خلقو يونتن د مرګ نه بچ کړو.
بيا به زۀ خپل نوکر ته ووايم چې لاړ شه او غشى وګوره. او کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې ګوره، غشى ستا دې طرف ته دى، راوايخله، نو د دې مطلب به دا وى چې تۀ بچ يې او بهر راشه. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تا ته به هيڅ خطره نۀ وى.
دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى.
مالِک خُدائ زۀ تا ته د نقصان رسولو نه ساتلے يم. خو زۀ د بنى اِسرائيلو په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم کۀ تۀ ما سره مِلاوېدو له زر زر نۀ وې راغلې، نو د سحر پورې به د نابال ټول سړى مړۀ شوى وُو.“