9 هغه د سپوږمۍ مخ پټوى، او په دې باندې د هغۀ وريځې خوَرې شى.
بيا سليمان دُعا وغوښته، ”اے مالِکه خُدايه، تا فرمائيلى دى چې تۀ به په تکه توره وريځ کښې موجود يې.
تکه توره وريځ د هغۀ نه تاو شى نو هغه کتل نۀ شى کولے، او هغه په عرش باندې مزل کوى.
د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله، او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.
او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى، اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.
خو خلق هم هغه شان لرې ولاړ وُو او صِرف موسىٰ هغه تکې تورې تيارې له نزدې ورَغلو چرته چې خُدائ پاک وو.
هيڅ څوک به تا سره نۀ راخېژى، په ټول غرۀ باندې چې يو کس هم ونۀ ليدلے شى، او نۀ چې د غرۀ په لمن کښې ګډې يا څاروى وڅريږى.“
دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بېمثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين.