Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 26:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغه اوبۀ په خپله ټينګه وريځ کښې راغونډوى، او وريځ د دروند والى په وجه نۀ شليږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 26:8
12 Iomraidhean Croise  

څوک د وريځو په خورېدو باندې پوهيږى، او د آسمان په تندر باندې پوهيږى څۀ؟


داسې هوښيار شته چې وريځې وشمېرى؟ يا د آسمان نه باران ورولے شى داسې لکه چې د منګى نه اوبۀ توئ کړے شى،


کله چې ما وريځ د دې لِباس جوړ کړو، او دا ما په تکه توره تيارۀ کښې راونغښتلو،


د زمکې د آخر سر نه هغه وريځې راپورته کوى، او هغه باران سره برېښنا رالېږى او هغه هوا د خپلو ذخيرو نه رالوځوى.


هغه آسمان په وريځو کښې پټوى، او هغه په زمکه بارانونه راوروى، او په غرونو او غونډو واښۀ راشنۀ کوى.


آسمان ته څوک تلے او بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټى کښې بنده کړې ده؟ او سمندر چا په خپل څادر کښې راګېر کړے دے؟ او د دُنيا حدونه چا مقرر کړى دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه.


کله چې هغۀ بره وريځ مقرر کړه او کله چې د سمندر د ډکولو دپاره چينې جوړې کړې،


زۀ به د هغې زمکه شاړه کړم. نۀ به يې په بوټو کښې قينچى کيږى او نۀ به ورته ګوډ کيږى، هلته به ازغى او مرکونډۍ زرغونې شى. زۀ به وريځې هم منع کړم چې په دې باندې باران نۀ ورَوى.


کله چې هغه برېښنا ته حُکم وکړى نو په آسمان کښې وريځې په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan