4 ستا څۀ خيال دے چې څوک به ستا خبرې اورى، او تا ته دا خبرې چا ښودلى دى؟“
تا چې څۀ وفرمائيل هغه زما بېعزتى ده، او زما زړۀ ما ته وائى چې جواب درکړم.
تا يو کم عقل کس له څنګه مشوره ورکړه، او نصيحت دې ورته وکړو.
”د زمکې لاندې په اوبو کښې د مړو روحونه لړزيږى.
ځکه چې ما سره خبرې ډېرې دى، په ما کښې چې کوم روح دے هغه ما مجبوروى.
بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو.
نو په دې وجه زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک د روح په وسيله خبرې کوونکى به کله هم په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى او بغېر د روحُ القُدس د وسيلې نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چې عيسىٰ مالِک دے.