2 ”تا د هغه چا مدد څنګه وکړو چې هيڅ طاقت يې نۀ وو. تا هغه کس څنګه بچ کړو چې هيڅ زور يې نۀ وو.
د غرمې په وخت الياس ورپورې ټوقې شروع کړې، ”ښۀ په زوره چغې وهئ، ځکه چې هغه خُدائ دے. کېدے شى چې هغه د ورځې خوبونه وينى، يا په متيازو ناست وى، يا په سفر تلے وى. يا اودۀ وى، راويښ يې کړئ.“
”په دې کښې هيڅ شک نشته چې تاسو په هر څۀ پوهېږئ، او چې کله تاسو مرئ نو ستاسو پوهه به تاسو سره ختمه شى.
بيا ايُوب جواب ورکړو،
تا يو کم عقل کس له څنګه مشوره ورکړه، او نصيحت دې ورته وکړو.
تاسو دا هر څۀ په خپله ليدلى دى، خو بيا هم تاسو ما ته دا فضول خبرې کوئ؟“
زما دومره طاقت نشته چې زۀ دا برداشت کړم، او چې زما څۀ اُميد نشته نو بيا زۀ ولې ژوندے يم؟
زما طاقت لکه د کاڼو دے څۀ؟ زما بدن د اوسپنې نه جوړ دے څۀ؟
په حقيقت کښې زۀ د خپل ځان سره د مدد کولو وس نۀ لرم، او خلاصون زما نه تلے دے.
رښتيا خبرې څومره د درد نه ډکې وى. خو ستاسو د دې بحث نه مطلب څۀ دے؟
په بوډاوالى کښې چې ما ونۀ غورزوې، هرکله چې زما زور ختم شى ما مۀ هېروه.
ولې مالِک خُدائ ته د چا د مشورې ضرورت وى څۀ؟ چې ورته پوهه ورکړى او د صحيح کارونو طريقه ورته وښائى؟ يا کله چا هغۀ ته عِلم ورکړے دے چې د ښۀ عِلم تېرولو چل ورته وښائى؟