11 د آسمان بنيادونه ولړزيږى، او دا د هغۀ په رټنه باندې ودرزيږى.
بيا زمکه ولړزېده او وخوځېده، د آسمان بنيادونه وخوځېدل او ودرزېدل ځکه چې خُدائ پاک غصه وو.
ګوره، خُدائ پاک په خپلو فرښتو باندې هم اعتبار نۀ کوى، او د هغۀ په نظر کښې آسمانونه هم صفا نۀ دى،
هغۀ د اوبو دپاسه د آسمان لمن جوړه کړه، هغۀ د رڼا او تيارې په مينځ کښې حد مقرر کړو.
د خپل طاقت په ذريعه هغۀ سمندر قلار کړو، او د خپلې پوهې په ذريعه يې سمندرى بلا تباه کړه.
زمکه باندې زلزله راغله ولړزېده، د ټولو غرونو بنيادونه وخوځېدل، زلزله ځکه پرې راغله چې هغه په غصه وو.
د هغۀ د وړاندې غرونه لړزيږى، او غونډۍ ويلى کيږى. او زمکه د هغۀ په حضور کښې لړزيږى، دُنيا او هر هغه څوک چې په کښې اوسيږى.
څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.
”زرُبابل ته ووايه چې د يهوداه حکمران دے چې زۀ به آسمان او زمکه وخوځوم.
خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى.
بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.
هغه غريب د خاورې نه راوچتوى او ضرورتمند د ايرو د ډېرى نه اوچتوى، او د شهزادګانو مرتبه ورکوى او د عزت په ځايونو کښې يې کښېنوى. د زمکې بنيادونه د مالِک خُدائ دى، په دې باندې هغۀ دُنيا ودرولې ده.