Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 26:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 هغۀ د اوبو دپاسه د آسمان لمن جوړه کړه، هغۀ د رڼا او تيارې په مينځ کښې حد مقرر کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 26:10
13 Iomraidhean Croise  

چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“


د آسمان بنيادونه ولړزيږى، او دا د هغۀ په رټنه باندې ودرزيږى.


نو مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو،


رڼا د کوم ځائ نه راځى، او د تيارې ځائ چرته دے،


تۀ دا هر يو خپل خپل کور ته بوتلے شې څۀ؟ تا ته پته شته چې هغې ته کومه لار تلې ده؟


هغه ځائ ته تلے يې څۀ چرته چې نمر راخېژى، او د کوم ځائ نه چې د نمرخاتۀ هوا لګى؟


هغۀ د سمندر اوبۀ په يو ځائ جمع کړى دى، هغۀ د سمندر اوبۀ په ذخيرو کښې بندې کړې دى.


زۀ هلته وم هر کله چې هغۀ آسمان په خپل ځائ ودرولو، او کله چې يې د سمندر په مخ د فضا لهرونه خوارۀ کړل،


او کله چې هغۀ سمندر ته حد مقرر کړو، ترڅو چې اوبۀ د هغۀ د حُکم نه يو قدم هم زيات وانۀ خلى، او کله چې هغۀ د زمکې بنيادونه کېښودل نو زۀ هلته وم.


مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan