9 بدعمله خلق د کونډې ماشوم د تى نه په زور لرې کوى، او د غريب ماشوم په ضمانت کښې يوسى.
د پېغمبرانو د يوې ډلې د يو پېغمبر کونډه اليشع له لاړه او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، زما خاوند مړ دے. لکه څنګه چې تا ته پته ده چې هغه د مالِک خُدائ نه يرېدو، نو ما له قرضخوا راغلے دے چې زما دوه زامن بوځى او خپل غلامان يې جوړ کړى.“
مونږ يهوديان د يو نسل نه يُو. ولې زمونږ بچى د هغوئ د بچو په شان نۀ دى؟ خو بيا هم مونږ مجبور يُو چې د خپلو بچو نه غلامان جوړوُو. زمونږ څۀ لوڼه د وړاندې نه د وينځو په توګه خرڅې شوې دى. مونږ په دې وجه بېمددګاره يُو چې زمونږ پټى او د انګورو باغونه زمونږ نه اخستے شوى دى.“
لکه چې تا د خپلو وروڼو نه د قرض پېسې په زور اخستې دى، او تا د هغوئ نه جامې ويستې دى او بربنډ دې پرېښى دى.
غريبانان د جامو نه بغېر بربنډ ګرځى، او په نهَرو کولمو د خلقو رېبلے شوى ګېډى اوړى،
هغوئ په غرونو کښې په بارانونو سره لامدۀ وى، او په کاڼو کښې پناه اخلى.
کله به چې غريبانانو څۀ غوښتل نو ما به يې مدد کولو، او د حاجتمندو يتيمانانو مرسته به مې کوله.
تاسو به يتيمان هم خرڅ کړئ، او تاسو به د خپل دوست په سر هم پېسې واخلئ.
مالِک خُدائ د خپلو خلقو آفسران او مشران راولى چې د هغوئ عدالت وکړى. د هغوئ خِلاف د مالِک خُدائ دا اِعتراض دے، ”تاسو زما د انګورو باغ تباه کړے دے او د غريبانانو نه لوټ کړے شوے مال ستاسو په کورونو کښې دے.
کۀ يو سړے د خپل اِسرائيلى په تښتولو پورې ونيولے شى او خپل غلام يې کړى يا د غلام په توګه يې خرڅ کړى نو هغه سړے دې ووژلے شى. نو داسې به تاسو د دې بدکارۍ نه خپل قوم خلاص کړئ.