8 هغوئ په غرونو کښې په بارانونو سره لامدۀ وى، او په کاڼو کښې پناه اخلى.
په يخنۍ کښې هغوئ ټوله شپه بربنډ پراتۀ وى، او په ځان اچولو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وى.
بدعمله خلق د کونډې ماشوم د تى نه په زور لرې کوى، او د غريب ماشوم په ضمانت کښې يوسى.
زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه، غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه. ”زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه، زما ګوګوشتکې، زما بېعېبه مينې. زما سر په شبنم باندې لوند دېنه، او د شپې پرخې مې وېښتۀ لوندۀ کړى دينه.“
هغه چا چې به خوندور خوراکونه کول هغوئ اوس په کوڅو کښې د لوږى نه مړۀ کيږى. هغوئ چا چې به قيمتى کپړې استعمالولې اوس هغوئ د ګند په ډېرو کښې د خوراک لټون کوى.
دُنيا د هغوئ لائقه نۀ وه، هغوئ په دشتو، غرونو او د زمکې په غارونو او سوړو کښې هواګير وګرځېدل.