5 غريبانان لکه د ځنګلى خرونو په شان په صحرا کښې خوراک لټوى، هغوئ د خپلو بچو دپاره په بل ځائ کښې خوراک نۀ شى پېدا کولے.
خو ستا زوئ به د يو ځنګلى په شان عُمر تېروى، هغه به د هر چا دشمن وى او هر يو به د هغۀ خِلاف وى. هغه به د خپلوانو نه بېل ژوند تېروى.“
تۀ به د خپلې تُورې په زور ژوند تېروې، خو د خپل ورور به تۀ غلام يې. چې کله تۀ باغى شې، نو د هغۀ پړى به وشلوې.“
د ډاکوانو کورونه په امن کښې وى، او چې څوک خُدائ پاک راپاروى نو هغه محفوظ وى، اګر چې هغوئ د خُدائ پاک په ځائ په خپل طاقت باندې بهروسه کوى.
قاتِل سحر وختى راپاڅى چې غريب او ضرورتمند ووژنى، او په تيارۀ کښې غلا کوى.
هغوئ پردے پټے رېبى او هغوئ د بدعمله خلقو د انګورو په باغونو کښې پاتې شوى انګور راټولوى.
اوږى خلق د کم عقلو فصلونه خورى، کۀ د هغۀ د پټو نه د حِفاظت دپاره ازغى هم تاو وى، لالچى خلق د هغوئ دولت ختم کړى.
نو بيا بنى آدم خپلو کارونو پسې ځى، چې تر ماښامه خپله مزدورى وکړى.
ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى.
تۀ لکه د هغه ځنګلى خرې په شان يې چې په دشته کښې په مستۍ راغلې وى او آوازونه شروع کړى نو څوک د هغې شهوت قابو کولے شى؟ او هر يو صحرائى خر به بغېر د تکليف نه په هغې باندې سورېدے شى او هغه په خپله هغوئ ته نزدې ورځى ځکه چې هغه په مستۍ کښې راغلې وى.
د هغوئ زړونه لکه د تنور په شان د خپلو بدو منصوبو په وجه سوزى. د هغوئ غصه ټوله شپه بېلمبو سوزى او په سحر کښې لکه د اور لمبې وکړى.
هغوئ اسوريانو له د مدد دپاره تلى دى، لکه څنګه چې يوې ځنګلى خرې وار راوړے وى. دغسې بنى اِسرائيل لکه د کنجرې خپل ځان په عاشقانو خرڅ کړے دے.
افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.
د دې آفسران غړمبېدونکى زمرى دى، د دې حکمرانان د ماښام ليوانو په شان دى، څوک چې تر سحر پورې خپل ټول ښکار خورى.
بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى.
په سحر کښې يهوديان د يو سازش دپاره راغونډ شول او خپلو کښې يې سره دا قَسم وکړو چې نۀ به څۀ خورو او نۀ به څۀ څښو ترڅو چې دوئ پولوس وژلے نۀ وى.