Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 24:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 بدعمله کسان د حد د پولې کاڼى لرې کوى، هغوئ څاروى پټ کړى او د خپلو رَمو سره يې څروى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 24:2
10 Iomraidhean Croise  

او د سبائيانو څۀ خلقو حمله وکړه او څاروى يې بوتلل او نوکران يې په تُوره ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“


کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”کسديانو درې قبيلې جوړې کړې، او حمله يې وکړه او اوښان يې بوتلل او نوکران يې په تُوره باندې ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“


ځکه چې هغوئ غريبانان وهلى دى او نهر يې پرېښى دى، او د هغوئ کورونه يې قبضه کړى دى کوم چې هغوئ نۀ دى جوړ کړى.


کۀ ما هغه زمکه قبضه کړې وى چې کومه زۀ کرَم او دا مې د خپل اصلى مالِک نه اخستې وى،


اوږى خلق د کم عقلو فصلونه خورى، کۀ د هغۀ د پټو نه د حِفاظت دپاره ازغى هم تاو وى، لالچى خلق د هغوئ دولت ختم کړى.


په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بې‌ځايه کوه کوم چې ستا پلار نيکۀ اېښے وى.


په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بې‌ځايه کوه او مۀ د يتيمانو په زمکه باندې قبضه کوه.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه آفسران داسې دى څوک چې د زمکې حدود زياتولو دپاره پولې بې‌ځايه کوى. نو زۀ به خپله غصه په هغوئ باندې لکه د سېلاب په شان نازله کړم.


د خپل ګاونډى د جائيداد د حد کاڼے مۀ بې‌ځايه کوئ، کوم چې د مخکښې نه په هغه مُلک کښې لګېدلے وى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د ګاونډى د زمکې د حد پوله خوځوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan