ايُوب 24:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 قادر خُدائ د عدالت دپاره وخت ولې نۀ مقرروى؟ او د خُدائ پاک منونکى دا ولې نۀ ګورى چې هغه د ګناهګارانو عدالت کوى؟ Faic an caibideil |
ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.