3 کاش چې ما هغه موندلے شوے، نو زۀ به د هغۀ دربار ته تلے وم.
خو زۀ به د قادر خُدائ سره خبره وکړم، او زۀ غواړم چې هغۀ ته خپل ځان بېګناه ثابت کړم.
زما مينځګړے زما دوست دے او زما سترګې خُدائ پاک ته اوښکې تويوى.
او زما دوست زما دپاره خُدائ پاک سره بحث کوى لکه څنګه چې يو سړے د خپل دوست دپاره مِنت زارى کوى.
”زما شکايت په دې وخت کښې هم سخت دے، زۀ سلګۍ وهم او خُدائ پاک بيا هم ما له سزا راکوى.
زۀ به خپله مسئله هغۀ ته وړاندې کړم، او د هغۀ په حضور کښې به ټول عرضونه پېش کړم.
اے مالِکه خُدايه، ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو.
بېشکه تۀ هغه خُدائ يې څوک چې ځان پټ ساتى، اے د بنى اِسرائيلو خُدائ پاکه، خلاصونکيه.
زما خلق ما ته فرياد کوى او وائى چې، زمونږ ګناهونه زمونږ خِلاف ګواهى ورکوى، خو اے مالِکه خُدايه، د خپل نوم د خاطره دې زمونږ مدد وکړه. مونږ ستا نه په څو ځله اوړېدلى يُو، او ستا خِلاف مو ګناه کړې ده.
چا چې په شروع کښې دا زيرے واورېدو نو هغوئ په هغه آرام کښې داخل نۀ شول ځکه چې هغوئ نافرمانى وکړله، خو بعضې خلق داسې دى چې په دې کښې به داخل شى.