8 تا د خپل طاقت او حيثيت نه کار واخستلو او په ټول مُلک دې قبضه وکړه.
هغه اِمامان شړى او اختيار ترې اخلى، او هغه طاقتور لرې کوى چې ډېر وخت يې حکومت کړے وى.
تاسو به د هغۀ طرفدارى کوئ څۀ، تاسو به د خُدائ پاک صفائى کوئ څۀ؟
ځکه چې زۀ د ګڼې نه يا د خلقو د بېعزتۍ نه يرېدلے يم، چې غلے پاتې يم او د کور نه نۀ يم وتلے،
ټوله دُنيا د بدکاره په لاس کښې ورکړے شوې ده، خُدائ پاک د قاضيانو سترګې پټوى، کۀ هغه دا نۀ کوى نو بيا يې څوک کوى، او دا څوک دے؟
خو په هر ځائ کښې ګرځيږى بدکاران ټول بدۍ ته په ښۀ سترګه ګورى انسانان.
فوجى آفسران، معتبر کسان، مشيران، ماهر کاريګران او جادوګران واخلى.
مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى.
د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى.