Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 22:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 چې تۀ پرهيزګار يې نو ځکه هغه په تا اِلزام لګوى او ولې ستا خِلاف د عدالت نه کار اخلى څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 22:4
17 Iomraidhean Croise  

تۀ په يو کمزورى مخلوق باندې نظر ساتې؟ او تۀ ما سره عدالت کوې؟


او زما دوست زما دپاره خُدائ پاک سره بحث کوى لکه څنګه چې يو سړے د خپل دوست دپاره مِنت زارى کوى.


د سزا نه پخپله يرېږه ځکه چې ستا رويه د سزا لائقه ده، او بيا به تا ته پته ولګى چې حساب کِتاب شته.“


د قادر خُدائ دپاره به څۀ خوشحالى وى کۀ تۀ صادق شې، کۀ ته خپل عملونه صفا کړې نو هغۀ له به څۀ فائده ورکړى؟


مونږ وخت نۀ مقرروو چې کله به د خُدائ پاک په وړاندې د عدالت دپاره راځو.


زۀ سمندرى بلا يم څۀ؟ چې ما د نظر لاندې ساتې؟


کۀ دا د زور خبره وى، نو هغه طاقتور دے. کۀ دا د اِنصاف خبره وى، نو هغه عدالت ته څوک راغوښتے شى؟


هغه زما په شان فانى انسان نۀ دے، نو ځکه نۀ ورسره بحث کولے شم او نۀ يې د جرګې ځائ ته بوتلے شم.


او خپل خِدمتګار دې د عدالت دپاره مۀ راوله، ځکه چې ستا په وړاندې څوک هم بې‌ګناه نۀ دى.


تۀ انسان د هغۀ د ګناه په وجه تنبيه کوې، او څۀ چې دوئ ته قيمتى وى تۀ هغه د دوئ نه لکه وَينو په شان خورې، انسان هيڅ نۀ دے خو بس يوه ساه ده،


ستا په رټلو، اے د يعقوب پاکه خُدايه، آسونه او سورلى يې دواړه شول په خوب اودۀ.


ستا د انګورو بوټے پرې کړے شوے دے، او اور ته غورزولے شوے دے. او په خپل قهر دې دا خلق تباه کړه.


ځکه چې خُدائ پاک به راسره د هر يو عمل عدالت کوى، کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد او په دې کښې پټ څيزونه هم شامل دى.


زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan