2 ”بنى آدم خُدائ پاک له څۀ فائده ورکولے شى؟ د ټولو نه هوښيار کس هم د هغۀ مدد کولے شى څۀ؟
قادر خُدائ څوک دے، چې مونږ د هغۀ خِدمت وکړُو؟ او مونږ ته به څۀ فائده راورسيږى چې مونږ هغۀ ته سوال وکړُو؟
بيا تيمانى اليفز جواب ورکړو،
د قادر خُدائ دپاره به څۀ خوشحالى وى کۀ تۀ صادق شې، کۀ ته خپل عملونه صفا کړې نو هغۀ له به څۀ فائده ورکړى؟
بنى آدم څۀ څيز دے، چې تۀ يې دومره خاص ګڼې، چې تۀ هغوئ ته دومره توجو ورکوې،
ما ووئيل مالِک خُدائ ته، ”تۀ زما مالِک يې، زما دغه ټول برکتونه او ښېګړې له تا نه دى.“
کۀ چرې تۀ حِکمت لرې نو هغه به تا له فائده درکړى، او کۀ تۀ مسخره کوونکے يې نو صرف تا ته به د هغې نقصان مِلاو شى.
کۀ چرې ستا ښۍ سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې وغورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نه چې ستا ټول وجود دوزخ ته وغورزولے شى.
دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“
نۀ د بنى آدم لاس د هغۀ خِدمت کولے شى او نۀ هغه د بنى آدم د څۀ څيز محتاج دے، بلکې هغه په خپله ټولو بنى آدمو له ژوند، ساه او هر څۀ ورکوى.
او د هغۀ ټول قانون منئ. دا زۀ نن ستاسو د فائدې دپاره درکوم.