7 بدعمله خلق ولې ژوندى وى، او پوخ عُمر ته ورسيږى او طاقتور شى؟
د ډاکوانو کورونه په امن کښې وى، او چې څوک خُدائ پاک راپاروى نو هغه محفوظ وى، اګر چې هغوئ د خُدائ پاک په ځائ په خپل طاقت باندې بهروسه کوى.
ما بېرحمه او ظالمان ليدلى دى، لکه څنګه چې شنه ونه په خپل ځائ کښې لوئيږى.
خو ستا سترګې بد کتلو کښې ډيرې پاکې دى، تۀ بد نۀ شې برداشت کولے. بيا ولې تۀ دوکه باز برداشت کوې؟ بيا ولې تۀ خاموش يې کله چې بدعمله هغوئ لواړ تېروى څوک چې د هغوئ نه زيات صادق دى؟
کلک کړى دى هغوئ خپل بېرحمه زړونه، واوره په خپله د هغوئ د لافو ډک کلامونه.
د هغه فرښتې د سزا ورکولو فېصله واورولے شوه، ترڅو چې هر يو کس ته د دې پته ولګى چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهۍ باندې اختيار لرى او چې هغه چا له وغواړى نو هغۀ له بادشاهى ورکوى، کۀ څۀ هم چې هغه کس ډېر غريب وى.“
ټوله دُنيا د بدکاره په لاس کښې ورکړے شوې ده، خُدائ پاک د قاضيانو سترګې پټوى، کۀ هغه دا نۀ کوى نو بيا يې څوک کوى، او دا څوک دے؟
هغه اِمامان شړى او اختيار ترې اخلى، او هغه طاقتور لرې کوى چې ډېر وخت يې حکومت کړے وى.
خو په مخ د زمکې يوه بله خبره هم ده چې بېمعنې ده. ښو خلقو ته داسې سزا ملاويږى لکه چې هغوئ بدعمله وى او بدعمله خلقو ته داسې اجر ملاويږى لکه چې هغوئ ښۀ خلق وى. نو زۀ تاسو ته دا وايم چې دا بېمعنې دى.
ما په خپل بېفائدې ژوند کښې هر څۀ ليدلى دى، يو صادق باوجود د خپل صداقت نه هم تباه شى او يو بدعمله په خپله بدعملۍ کښې اوږد عُمر تېر کړى.