5 ما ته وګورئ او حېران شئ، او ګوته په خولۀ کښې ونيسئ.
مړه کۀ تاسو خولې بندې کړئ، نو دا به ستاسو عقلمندى وى.
کله چې نېکان خلق ما وګورى نو په لړزان شى، او بېګناه خلق د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو مخالفت کوى.
کله چې هغوئ ايُوب د لرې نه وليدلو، نو هغه د پېژندګلو نه وتے وو خو چې کله يې وپېژندو نو په چغو چغو يې وژړل، هغوئ د غم نه خپلې چُوغې وشلولې او په سر باندې يې خاورې واچولې.
مشران خلق به چپ شول، او په خپلو خُلو به يې لاسونه کېښودل.
”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ په خپله خولۀ باندې لاس ږدم.
زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه، ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.
کۀ تا کم عقلتوب وکړو او خپل ځان دې لوئ کړو، او يا دې خرابې منصوبې جوړې کړې نو په خپلې خولې دې لاس کېږده.
اوس به ډېر قومونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى.
نو په دې وجه هوښيار انسان په داسې وخت کښې خاموشه وى، ځکه چې زمانه ډېره خرابه ده.
قومونه به وګورى او حېران به شى، هغوئ به د خپل ټول زور نه محروم شى. هغوئ به ګوته په خولۀ ودريږى او هغوئ به هيڅ نۀ اورى.
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.
هغوئ ورته ووئيل، ”غلے شه. چې يوه خبره هم ونۀ کړې. مونږ سره لاړ شه او زمونږ اِمام او مشر شه. د يو سړى د خاندان د اِمام کېدو نه دا ښه نۀ ده څۀ چې د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې اِمام شې؟“