4 تا ته د ډېر وخت نه د دې پته ده، د هغه وخت نه چې کله بنى آدم په زمکه پېدا شوے وو،
برکت يې ورکړو او وې فرمائيل، ”ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى او زمکه به د هغوئ په لاس کښې وى. زۀ تاسو له په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو باندې اختيار درکوم.
سپينږيرى او بوډاګان زمونږ په طرف باندې دى، کوم چې ستا د پلار نه ډېر مشران دى.
څۀ چې هوښيارانو وئيلى دى، نو د هغوئ پلار نيکۀ دا خبرې د هغوئ نه پټى نۀ دې ساتلې،
ما وئيل چې مشران دې خبره وکړى، ځکه چې عقل د عُمر سره راځى.
اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.