3 تا چې څۀ وفرمائيل هغه زما بېعزتى ده، او زما زړۀ ما ته وائى چې جواب درکړم.
د سزا نه پخپله يرېږه ځکه چې ستا رويه د سزا لائقه ده، او بيا به تا ته پته ولګى چې حساب کِتاب شته.“
تا لس ځلې زما بېعزتى کړې ده، تۀ چې ما له کوم تکليف راکوې په هغې تۀ شرمېږې نۀ څۀ؟
”زما زړۀ وائى چې جواب درکړم، ځکه چې ستا خبرو زۀ خفه کړے يم.
زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طاقت په حقله ښودنه وکړم، څۀ چې د قادر خُدائ سره وى نو زۀ به هغه نۀ پټوم.
زما ټولې خبرې سپينې دى، او زۀ رښتيا رښتيا وايم.
زما ژبه په حِکمت سره خبرې بيانوى، او د زړۀ بيان مې خلقو ته پوهه ورکوى.