Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 2:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 خو کۀ د هغۀ په بدن باندې تکليف راولې، نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 2:5
16 Iomraidhean Croise  

داؤد دُعا وکړه، ”اے خُدايه پاکه، زۀ هغه څوک يم چا چې ګناه کړې ده. زۀ هغه څوک يم چا چې د مردم‌شمارۍ حُکم ورکړو. دې غريبانانو خلقو څۀ کړى دى؟ مالِکه خُدايه، زما خُدايه پاکه. ما او زما خاندان له سزا راکړه او خپل خلق بچ کړه.“


خو کۀ تۀ اوس د هغۀ نه هغه هر څۀ واخلې نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“


نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده د هغۀ سره چې هر څۀ دى هغه ستا په اختيار کښې دى، خو چې هغه تباه نۀ کړې.“ نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو.


او کله به چې د مېلمستيا ورځ تېره شوه، نو ايُوب به سحر وختى پاڅېدو او د هر يو بچى دپاره يې د ګناه نه د پاکوالى سوزېدونکې نذرانه پېش کوله، ايُوب به همېشه دا کار د دې دپاره کولو چې د هغۀ خيال وو چې کېدے شى چې زما بچو ګناه کړې وى او په خپلو زړُونو کښې يې خُدائ پاک ته بدرد وئيلى وى.


بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”خلق د خپل ژوند بچ کولو دپاره هر څۀ ورکوى.


نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده هغه ستا په اختيار کښې دے خو هغه ژوندے پرېږده.“


نو ايُوب ته خپلې ښځې ووئيل، ”تر اوسه پورې تۀ لا په خپل صداقت قائم يې؟ په خُدائ پاک لعنت ووايه او مړ شه.“


خپل عذاب دې ما نه اخوا کړه ډېر کړېدلے يم، زۀ ستا د لاس په وهلو ډېر ضعيفه شوے يم.


هغوئ مسلسل زما په وړاندې زما بې‌ادبى کوى. هغوئ په مقدسو باغونو کښې قربانيانې پېش کوى او د غېرو قومونو په قربان‌ګاه باندې خوشبويۍ سوزوى.


هغوئ به په هغه مُلک کښې سرګردانه ګرځى، اوږى او بې‌حوصلې به وى. د لوږې نه به غصه وى او خپل بادشاه او خُدائ پاک ته به کنځل کوى. هغوئ کۀ آسمان ته سترګې پورته کړى


بيا اِسرائيلو ته ووايه چې هر څوک هم خُدائ پاک ته کنځل وکړى نو هغۀ ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى


بيا ما په آسمان کښې يو اوچت آواز واورېدو چې داسې يې وئيل چې، ”اوس خلاصون، قُدرت او زمونږ د خُدائ پاک بادشاهى او د هغۀ د مسيح اختيار راغلے دے، ځکه چې زمونږ په وروڼو اِلزام لګوونکى چې شپه او ورځ زمونږ د خُدائ پاک په مخکښې په هغوئ اِلزام لګوى، نو هغه د آسمان نه سر د لاندې راغورزولے شوى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan