9 هغۀ زما نه عزت اخستے دے، او زما د سر نه يې تاج اخوا کړے دے.
هغه د مشرانو نه پوهه اخلى، او د قاضيانو نه کم عقلان جوړوى.
هغه اِمامان شړى او اختيار ترې اخلى، او هغه طاقتور لرې کوى چې ډېر وخت يې حکومت کړے وى.
ما د ځان دپاره د ټاټ جامې ګنډلې دى، او هغۀ زۀ د خاورې په شان مېده کړے يم.
اوس زما نه کشران هم په ما پورې خندا کوى، او دا هغه کشران دى چې د چا پلاران هم زما د رَمو د سپو برابر نۀ وو.
تا د خپل خِدمتګار سره لوظ مات کړے دے، او تاج دې ورته په خاورو کښې لاندې غورزولے دے.
تا د هغۀ ټول دېوالونه کنډر کړى دى، او تا يې ټولې قلعه ګانې تباه کړى دى.
تا د هغۀ شان او شوکت ختم کړے دے، او د هغۀ تخت دې زمکې ته غورزولے دے.
ځکه چې مال دولت هم د تل دپاره نۀ پاتې کيږى او نۀ تاج او تخت د ټولو نسلونو دپاره پاتې کيږى.
په هغه وخت به تاسو د مالِک خُدائ اِمامان يادېږئ، او خلق به تاسو ته د خُدائ پاک خادِمان وائى. تاسو به د نورو قومونو د مال دولت نه خوند واخلئ او د هغوئ نه چې کوم مال حال تاسو ته ملاويږى په هغې به لافې وهئ.
زمونږ نه تاج و تخت اخستلے شوے دے، افسوس په مونږ ځکه چې مونږ ګناه کړې ده.
د بنى اِسرائيل شان او شوکت به د مارغۀ په شان والوځى او د هغوئ به نور بچى نۀ پېدا کيږى او نۀ به يې ښځې اُميدواره کيږى او نۀ به يې اولاد په خېټه کيږى.