8 خُدائ پاک زما لارې بندې کړې دى او زۀ خوځېدے نۀ شم، او هغۀ زما په لار کښې تيارې جوړې کړې دى.
خو زۀ په تيارۀ کښې راګېر يم، او تکه توره تيارۀ زما نه راتاو ده.
چې څوک لار نۀ شى ليدلے نو هغۀ له رڼا ولې ورکولے شى، څوک چې خُدائ پاک راګېر کړے وى.
خو کله چې ما د ښۀوالى لټون وکړو، نو بدوالے راغلو، او کله چې ما د رڼا اِنتظار وکړو، نو تيارۀ راغله.
تا زما دوستان ما نه لرې کړى دى، زۀ دې د هغوئ دپاره کرکژن وګرځولم. ګېر يمه زۀ چرته تښتېدلے نۀ شم.
خو د بدکارانو لار لکه د تورې تيارې په شان ده، دوئ په دې نۀ پوهيږى چې په څۀ باندې يې تيندک وخوړلو.
په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.
نو ځکه اِنصاف زمونږ نه لرې دے او صداقت مونږ ته رارسى نه. مونږ د رڼا په انتظار کښې يُو، خو ګوره صرف تيارۀ راته ښکارى. مونږ د سپينې رڼا په اُميد کښې يُو خو په تکه توره تيارۀ کښې ګرځو.
د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.
نو په دې وجه چې هغوئ چرته هم ځى د هغوئ پښې به ښوئيږى، او د تيارو خوا ته به بوتلے شى او هلته به هغوئ راوغورزيږى. زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ د سزا په مقرر شوى وخت کښې افت نازل کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.
هغۀ زۀ په تريخوالى او غمونو کښې ايسار او راګېر کړے يم.
هغۀ زۀ په دېوالونو کښې راګېر کړم چې ونۀ تښتم او په درنو زنځيرونو يې تړلے يم.
هغۀ زما لارې د تراشلے شوو کاڼو په دېوال بندې کړى دى، او هغۀ زما لارې ګډې وډې کړې دى.
نو زۀ به هغه د ازغو په باړ کښې راګېره کړم او د هغې په لار کښې به يو دېوال جوړ کړم، چې د هغې نه خپله لاره ورکه شى.
هغې ته پته نۀ وه چې زۀ هغه ذات يم چا چې هغې له غله، مے، د زيتُونو تېل او هغه ډېر سرۀ زر او سپين زر ورکړل. خو هغې هغه هر څۀ بعل بُت ته په عبادت کښې پېش کړل.
عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“
نو هغوئ ما ته د مدد دپاره فرياد وکړو او ما د هغوئ او د مِصريانو په مينځ کښې تيارۀ راوستله. ما مِصريان په سمندر لاهُو کړل او هغوئ مې ورډُوب کړل. تاسو په خپلو سترګو وليدل چې ما په مِصر څۀ کړى دى. تاسو تر ډېره وخته پورې په هغه بيابان کښې اوسېدئ.