Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 19:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 تۀ په خپل نظر کښې زما نه لوئ يې، زما تکليف د ګناه د ثبوت دپاره استعمالوې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 19:5
16 Iomraidhean Croise  

هغوئ ما ته ووئيل چې کوم کسان د جلاوطنۍ نه بچ شوى وُو او د يهوداه صُوبې ته واپس راغلى وُو هغوئ د لوئ تکليف او بې‌عزتۍ سره مخ وُو. هغوئ ما ته دا هم ووئيل چې د يروشلم دېوالونه تر اوسه پورې مات پراتۀ دى او د دې دروازې د هغه وخت نه بيا نۀ دى جوړې شوې چې د کوم وخت نه هغه په اور سوزولے شوې وې.


او کۀ دا رښتيا هم وى چې ما غلطى کړې ده، نو ستا په کښې څۀ کار دے؟


څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى، څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى په بې‌شرمۍ او په بې‌عزتۍ کښې دې پټ شى.


زۀ تا ته کوم سوال دوئ ما پورې خندا ته مۀ پرېږده کله چې زۀ پرېوځم هغوئ مۀ خوشحالوه.


چې تۀ رانه رضا يې زۀ په دې پوهېږم، تا زۀ د دشمنانو لاسونو ته پرې نۀ ښودم.


کۀ چرې دشمن کوله بې‌عزتى زما، نو دا به برداشت کړے وے ما، کۀ دشمن چرې پخپله راپاڅېدلے وے په خلاف زما، نو خپل ځان د هغوئ نه به پټ کړے وے ما.


خو دا تۀ يې او انسان يې لکه زما، او ملګرے او نزدې دوست يې زما.


کله چې هغه وخت راشى، نو اووۀ ښځې به يو سړے راونيسى او ورته به ووائى، ”مونږ به په خپله د خپل ځان دپاره د جامو او روټۍ اِنتظام کوُو، خو چې مونږ صرف ستا په نوم پورې تړلې يُو چې تۀ زمونږ خاوند يې، او داسې به مونږ د شرم نه بچ شُو.“


ما ته په حسرت سره مۀ ګوره، زما دشمنه، اګر کۀ زۀ غورزېدلے يم، زۀ به بيا راوچت شم. اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى.


دا هغه څۀ دى چې دوئ ته به د خپل غرور په بدله کښې او د مالِک خُدائ ربُ الافواج د قوم د بې‌عزتۍ او خندا په وجه مِلاو شى.


مالِک خُدائ به د يروشلم نه وړاندې نورو يهوديانو ته کاميابې ورکړى، تر دې چې د يروشلم خلقو او د داؤد شاهى خاندان ته د يهوداه نه زيات عزت مِلاو نۀ شى.


دا يې ووئيل چې، ”دا د مالِک خُدائ رضا ده چې اوس هغۀ زما سترګې اوچتې کړې او زۀ يې د بنى آدمو په وړاندې په خپل فضل سره د سپکاوى نه بچ کړم.“


د هغۀ مريدانو ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، ګناه چا کړې ده، دې سړى او کۀ د دۀ مور او پلار، چې دے ړوند پېدا شوے دے؟“


هغوئ ورته ووئيل چې، ”تۀ خو په خپله بلکل ګناه ګار پېدا شوے يې او اوس مونږ ته د تعليم راکولو کوشش کوې؟“ نو بيا هغوئ هغه د عبادتخانې نه وشړلو.


د هغې بنې فِننې به هغه رټله او سپکوله به يې، ځکه چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan