3 تا لس ځلې زما بېعزتى کړې ده، تۀ چې ما له کوم تکليف راکوې په هغې تۀ شرمېږې نۀ څۀ؟
خو بيا هم هغۀ زۀ دوکه کړم او لس ځل يې زما مزدورى بدله کړې ده. خو خُدائ پاک هغه ما ته څۀ نقصان رسولو ته پرې نۀ ښودلو.
يوسف خپل وروڼه وليدل، هغۀ دوئ وپېژندل، خو ځان يې داسې کړو لکه چې هډو دوئ پېژنى نه. او د هغوئ سره يې سختې خبرې کولې، ”تاسو د کوم ځائ نه راغلى يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د خوراک اخستلو دپاره د کنعان نه راغلى يُو.“
خو چې زمونږ د دشمنانو سره کوم يهوديان اوسېدل هغوئ وخت په وخت راتلل او چې زمونږ دشمنانو زمونږ خِلاف کومې منصوبې جوړولې نو د هغې نه به يې خبرولو.
د ګناهونو نه ځان خلاص کړې، او بدعملى د خپل کور نه ختمه کړې،
ستا فالتو خبرې دې نور خلق غلى کړى څۀ؟ کله چې تۀ د چا سپکاوے کوې، نو څوک به تا ته ګوته نۀ نيسى څۀ؟
زما د خولې بوئ هم زما په ښځه باندې بد لګى، زما خپل خاندان زما نه نفرت کوى.
”تۀ به تر کومې پورې ما له تکليف راکوې، او په خپلو خبرو به زما زړۀ غوڅوې؟
او کۀ دا رښتيا هم وى چې ما غلطى کړې ده، نو ستا په کښې څۀ کار دے؟
تا چې څۀ وفرمائيل هغه زما بېعزتى ده، او زما زړۀ ما ته وائى چې جواب درکړم.
تر دې چې خپلو وروڼو راته د پردو نظر وکړو، او زۀ په خپلو وروڼو کښې پردے شوم.
بادشاه د عقل او پوهې په هره مسئله کښې به چې کله د هغوئ نه تپوس کولو، نو هغۀ هغوئ د خپل سلطنت د ټولو جادوګرو او نجوميانو نه لس چنده هوښيار بياموندل.
زۀ به په تاسو خوراک بند کړم، نو د لسو کورَنو اوړۀ به يو ښانک کښې يو ځائ تيارولے شى. هغوئ سره به خوراک ختم شى او چې کله تاسو هر څۀ وخورئ، نو بيا به هم اوږى يئ.
چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.