9 د هغوئ پونده په دام کښې ګېريږى، او هغه يې کلک ونيسى.
او د سبائيانو څۀ خلقو حمله وکړه او څاروى يې بوتلل او نوکران يې په تُوره ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“
کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”کسديانو درې قبيلې جوړې کړې، او حمله يې وکړه او اوښان يې بوتلل او نوکران يې په تُوره باندې ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“
يو جال په زمکه کښې پټ دے، او د هغوئ په لاره کښې يو دام پټ دے.
ځکه چې هغوئ په يو جال کښې انښتى دى، او هغوئ په يوه کنده کښې پرېوځى.
اوږى خلق د کم عقلو فصلونه خورى، کۀ د هغۀ د پټو نه د حِفاظت دپاره ازغى هم تاو وى، لالچى خلق د هغوئ دولت ختم کړى.
کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.
مالِک خُدائ پېژندلے شى، په خپل اِنصاف سره، خو اوس راګېر دى بدعمله خپل کردار سره.
بدکاره انسان د خپلې ګناه په دام کښې راګېريږى، خو صادقان د خوشحالۍ سندرې وائى.