Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 18:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 تۀ په غصه کښې هسې خپل ځان سوزوې، ستا دپاره دې دُنيا پرېښودلے شى څۀ، يا غرونه دې ستا دپاره د خپل ځائ نه لرې کړے شى څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 18:4
13 Iomraidhean Croise  

زۀ به خپل ژوند په خطره کښې واچوم، او د خپل زړۀ خبره به وکړم.


خو غر راوغورزيږى او ټوټې ټوټې شى، او غټ غټ کاڼى د خپل ځائ نه وخوځيږى،


هغۀ د خپلې غصې په وجه زۀ خراب کړے يم او زما نه نفرت کوى، هغۀ ما ته خپل غاښونه چيچلى دى، زما دشمن د هغۀ سترګې زما خِلاف برندوى.


مونږ په ځناورو کښې ولې شمېرلے شُو؟ مونږ ستاسو په نظر کښې ولې کم عقلان يُو؟


په حقيقت کښې د بدعمله خلقو ډيوه ختمه کړے شوې ده، او بيا به د هغې شُغلې بلې نۀ شى.


ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بې‌اِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟


په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.


اګر کۀ غرونه لرې کړے شى او غونډۍ غېبې شى، خو زما وفاداره مينه به ستاسو سره هيڅکله نۀ ختميږى، او زما د امن لوظ به هيڅکله تاسو سره نۀ ختميږى.“ هغه مالِک خُدائ داسې فرمائى څوک چې په تاسو رحم کوى.


نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بې‌حده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بې‌اِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.


خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“


زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.


کله چې پرې چپه راشى نو په زمکه يې راوولى او په خولۀ يې ځګونه راشى، غاښونه چيچى، او بدن يې اېغ نېغ شى. ما ستا مريدانو ته خواست وکړو چې دا ترې نه وباسئ خو هغوئ پاتې راغلل.“


هر وخت يې پيرے نيسى، چغې ترې وباسى، تاو راتاو يې کړى او را وى غورزوى او په خوله يې ځګونه رامات شى او چې ډېر بد يې زخمى کړى نو هله ترې لاړ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan