2 ”تر کومې پورې به تۀ خبرې کوې؟ د مطلب خبره کوه، نو بيا به مونږ خبرې وکړُو.
”د ډېرو خبرو جواب په کار نۀ دے څۀ؟ ولې يو سړے په ډېرو خبرو خپل ځان بېګناه ثابتولے شى څۀ؟
بيا شوحى بِلداد جواب ورکړو،
مونږ په ځناورو کښې ولې شمېرلے شُو؟ مونږ ستاسو په نظر کښې ولې کم عقلان يُو؟
”زما خبرې په غور سره واورئ، او دا دې تاسو له تسلى درکړى.
چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى.
نو اے ايُوبه، زما خبرې واوره، او زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته متوجو شه.
”ترڅو پورې به تۀ دا خبرې کوې، او دا بک بک به جارى ساتې؟
څوک چې د خبرې اورېدو نه مخکښې جواب ورکوى، دا د هغۀ کم عقلتوب دے او د هغۀ شرم دے.
اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.