4 ځکه چې تا د هغوئ په ذهنونو باندې پړدې لګولې دى، هغوئ مۀ پرېږده چې په ما غالب شى.
کله چې داؤد خبر شو چې اخىتُفل په بغاوت کښې د ابىسلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخىتُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“
ابىسلوم او ټولو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”د حوسى مشوره د اخىتُفل د مشورې نه ښۀ ده.“ مالِک خُدائ دا فېصله کړې وه چې د اخىتُفل ښۀ مشوره به نۀ شى منلے، نو داسې هغه به په ابىسلوم باندې تباهى راولى.
نو امصياه ورته ووئيل، ”د کله نه تۀ مونږ د بادشاه مشير مقرر کړے يې؟ خولۀ دې بنده کړه، ګنې ووبه دې وژنم.“ پېغمبر خبرې بندې کړې خو دا يې وفرمائيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک ستا د تباه کولو فېصله کړې ده دا ځکه چې تا دا هر څۀ وکړل او زما نصيحت ته دې پام نۀ دے کړے.“
هغه اعتبارى مشيران غلى کړى، د مشرانو نه حِکمت يوسى.
څوک چې د خپلې فائدې دپاره دوستان دوکه کوى، نو د هغوئ د اولاد سترګې به ړندې شى.
مالِک خُدائ هغوئ کم عقل کړى دى، نو د هغوئ ټولې مشورې غلطې دى. هغوئ مِصر داسې ګډ وډ کړے دے لکه چې يو شرابى په نشه کښې په خپلو اولټو کښې ښوئيږى.
په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.
هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.
لکه څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”خُدائ پاک هغوئ ته سست روح ورکړو. هغۀ دوئ ته تر نن ورځې پورې داسې سترګې چې ليدلے نۀ شى او غوږونه چې اورېدلے نۀ شى، ورکړل.“
هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بېوقوفى نۀ ده وئيلې؟