1 زما زور ختم شوے دے او زما ورځې لنډې شوې دى، او قبر زما دپاره تيار دے.
صِرف يو څو کاله به پاتې وى چې زۀ به په هغه سفر باندې روان شم چې د هغې نه واپس کېدل نشته.
زما دوران تېر شو او زما منصوبې ناکامه شوې، زما نه زما اُميدونه ختم شول.
زما د خولې بوئ هم زما په ښځه باندې بد لګى، زما خپل خاندان زما نه نفرت کوى.
ايُوب د دې نه پس يو سل او څلوېښت کاله ژوندے وو او د څلورم نسل پورې خپل بچى او نمسى يې وليدل.
زما دومره طاقت نشته چې زۀ دا برداشت کړم، او چې زما څۀ اُميد نشته نو بيا زۀ ولې ژوندے يم؟
زما عُمر د سيلۍ په شان تېز روان دے، او په نااُميدۍ کښې ختميږى.
زۀ به همېشه خپلو خلقو سره جنګ نۀ کوم، او تل تر تله به ترېنه خفه نۀ يم. کۀ ما داسې وکړل نو د خلقو نه به ساه وځى، هغه ژوندون ورکوونکى ساه چې ما تخليق کړې ده.