8 تا زۀ ګېر کړے يم، او دا زما خِلاف يو ثبوت دے، چې زۀ اوچ کلک او کمزورے شوے يم، او دا زما خِلاف ګواهى ورکوى.
تۀ خپل ګواهان زما خِلاف بيا راتازه کړې، او خپله غصه زما خِلاف زياتوې، تۀ زما خِلاف تازه دم فوجيان رالېږې.
د غم په وجه زما سترګې سرې شوې دى، او زما بدن اوچ کلک شوے دے.
په ما کښې صرف هډوکى او څرمن پاتې دى او ډېر په مشکله د مرګ نه تښتېدلے يم.
د هغوئ بدنونه ويلى شى، او دوه ګوتې مخ يې راوځى.
نو بيا هغۀ هغوئ ته هر څۀ ورکړل کوم چې دوئ غوښتل، خو هغۀ ورسره وبا هم راولېږله.
زما ګوډې د روژو په وجه کمزورې شوې دى، او زما نه د هډوکو تشه ډانچه جوړه شوې ده.
نو په دې وجه به مالِک خُدائ ربُ الافواج يو داسې مرض راولېږى چې د اسور څربه جنګيالى به اوچ کلک شى. او د هغوئ لوئى به د اور په لمبو وسوزوى.
مونږ د دُنيا د آخرى سرونو نه سندرې اورو، هغه سندرې چې صادق خُدائ پاک ته لوئى ورکوى. خو زما زړۀ د غمه ډک دے. زما دپاره ژاړئ ځکه چې زۀ دوړېږم. دوکې تر اوسه موجودى دى او هر طرف ته دوکه باز دى.
او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بېداغه وى.
زۀ بختوره لاړم، خو مالِک خُدائ تش لاس سپېره راولېږلم. ما ته ولې نعومى وايئ، چې قادر خُدائ زۀ غورزولې يم. او هغۀ په سختۍ کښې اچولې يم؟“