7 اے خُدايه پاکه، زۀ اوس تا ډېر ستومانه کړے يم، تا زما مکمل خاندان تباه کړے دے.
زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به ډېر شکايتونه کوم، زۀ به په مايوسۍ کښې خبرې کوم.
زما مينځګړے زما دوست دے او زما سترګې خُدائ پاک ته اوښکې تويوى.
زما خپلوان ما نه ځان لرې ساتى، او زما دوستان زما خلاف شوى دى.
چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى.
په حقيقت کښې زۀ د خپل ځان سره د مدد کولو وس نۀ لرم، او خلاصون زما نه تلے دے.
زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به همېشه ژوندے نۀ يم. په دې لنډ تنګ ژوند کښې ما پرېږده.
په مياشتو مياشتو زما څۀ مقصد نشته، او د غم شپې ما له راکړے شوې دى.
خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.
نو بيا ستاسو د ګناهونو په وجه ما ستاسو تباه کول، او ورانول شروع کړل.