6 خو کۀ زۀ د خپل ځان صفائى پېش کوم نو زۀ به په تکليف کښې کېږم، خو کۀ زۀ خبرې نۀ کوم نو ما ته بيا هم ډېر تکليف رارسيږى.
زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به ډېر شکايتونه کوم، زۀ به په مايوسۍ کښې خبرې کوم.
کۀ اراده وکړم چې خپل شکايت پرېږدم، نو زۀ به خپل خفګان په خوشحالۍ بدل کړم،
زۀ د خپلو ټولو تکليفونو نه يرېږم، ځکه چې زۀ په دې پوهيږم چې تاسو به ما بې ګناه ونۀ ګڼئ.
خو کۀ دا زۀ وے، نو ما به ستاسو حوصله افزائى کړے وے. او ما به دا کوشش کړے وے چې ستاسو غم لرې کړم.