5 خو کۀ دا زۀ وے، نو ما به ستاسو حوصله افزائى کړے وے. او ما به دا کوشش کړے وے چې ستاسو غم لرې کړم.
کۀ تاسو زما په ځائ وئ نو هم ما ستاسو خِلاف لوئې لوئې خبرې جوړولے شوې، او ستاسو سپکاوے به مې کړے وے.
خو کۀ زۀ د خپل ځان صفائى پېش کوم نو زۀ به په تکليف کښې کېږم، خو کۀ زۀ خبرې نۀ کوم نو ما ته بيا هم ډېر تکليف رارسيږى.
ما د مشر په شان هغوئ ته وښودل چې څۀ به کوى، زۀ د لښکر د بادشاه په شان د هغوئ سره اوسېدم، او غمژنو له مې تسلى ورکوله.
يو کس له په کار وى چې په خپل کمزورى دوست باندې رحم وکړى، خو تاسو سره د قادر خُدائ يره نۀ وى او په ما اِلزام لګوئ.
رښتيا خبرې څومره د درد نه ډکې وى. خو ستاسو د دې بحث نه مطلب څۀ دے؟
نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه، نو ډاډه شه او زړَور شه او د مالِک خُدائ په صبر او انتظار شه.
لکه څنګه چې اوسپنه اوسپنه تيره کوى، نو دغه شان يو انسان بل انسان تېرۀ کوى.
لکه څنګه چې عطر او خوشبو د انسان زړۀ خوشحالوى، هم دغه شان ښې مشورې دوستان خوشحالوى.
اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.