9 تا سره داسې څۀ عِلم دے چې مونږ سره نشته؟ تۀ داسې په څۀ پوهېږې چې مونږ پرې نۀ پوهيږو؟
خو زۀ هم ستاسو په شان پوهه لرم، زۀ ستاسو نه کم نۀ يم، چې تاسو څۀ وايئ نو په دې باندې هر څوک پوهيږى.
چې تا ته د څۀ پته ده نو ما ته هم د هغې پته ده، زۀ تا نه څۀ کم نۀ يم.
خو په هغوئ کښې کوم يو د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وو چې هغه څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى کوم چې هغۀ فرمائيلى دى؟ يو هم نه. چا هغۀ ته غوږ نيولے او چا د هغۀ آواز اورېدلے دے؟
تاسو صرف ظاهرى څيزونو ته ګورئ. کۀ ستاسو په ځان دا باور وى چې تاسو د مسيح يئ، نو مونږ هم ستاسو په شان د مسيح يُو.
زۀ خو خپل ځان ستاسو د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه کم نۀ ګڼم.