8 تا د خُدائ پاک د راز منصوبې واورېدې څۀ؟ او ستا څۀ خيال دے ولې تۀ يواځې هوښيار يې څۀ؟
او هغه به تا ته د حِکمت رازُونه وښائى. ځکه چې رښتينے حِکمت په ډېرو طريقو سره حاصليږى. نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک تا له د هغې نه کمه سزا درکوى چې څومره تۀ د ګناه په وجه حقدار يې.
”په دې کښې هيڅ شک نشته چې تاسو په هر څۀ پوهېږئ، او چې کله تاسو مرئ نو ستاسو پوهه به تاسو سره ختمه شى.
کله چې زۀ په ځوانۍ کښې وم، او د خُدائ پاک د دوستۍ نظر زما په کور باندې وو،
مالِک خُدائ د هغه چا ملګرے دے څوک چې د هغۀ نه يريږى، هغوئ ته به د خپل لوظ شرطونه ورزده کوى.
ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې بدکاره وى، خو هغه د نېکانو سره دوستانه تعلق ساتى.
خو په هغوئ کښې کوم يو د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وو چې هغه څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى کوم چې هغۀ فرمائيلى دى؟ يو هم نه. چا هغۀ ته غوږ نيولے او چا د هغۀ آواز اورېدلے دے؟
يقيناً چې قادر مطلق خُدائ هيڅ نۀ کوى ترڅو چې خپله منصوبه خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته څرګنده نۀ کړى.
په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.
هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.
دا د نبى د پېشګويۍ تصديق وو چې، ”زۀ به د خبرو شروع په مِثالونو سره وکړم، او هغه خبرې به څرګندې کړم چې د دُنيا د پېدايښت راسې پټې ساتلے شوې دى.“
نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.
”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟
ځکه چې، ”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟“ خو مونږ د مسيح عقل لرو.
داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.