5 ځکه چې ستا ګناه ستا ژبې ته ښودنه کوى، او تا د دوکه باز ژبه خوښه کړې ده.
او هغه به تا ته د حِکمت رازُونه وښائى. ځکه چې رښتينے حِکمت په ډېرو طريقو سره حاصليږى. نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک تا له د هغې نه کمه سزا درکوى چې څومره تۀ د ګناه په وجه حقدار يې.
د ډاکوانو کورونه په امن کښې وى، او چې څوک خُدائ پاک راپاروى نو هغه محفوظ وى، اګر چې هغوئ د خُدائ پاک په ځائ په خپل طاقت باندې بهروسه کوى.
خو تۀ د خُدائ پاک نه هيڅ يره نۀ لرې، او د خُدائ پاک د عبادت لاره نيسې.
نه، هغه وجه ده چې ستا بدعملى زياته ده او ستا د ګناهونو ختمېدل نشته.
نو دې درېو کسانو ايُوب له نور جواب ورنۀ کړو، ځکه چې ايُوب پخپله په خپل خيال کښې بېګناه وو.
نو بيا د رام د خاندان د بوزى براکيل زوئ اليهُو غصه شو. هغه ايُوب ته ځکه غصه شو چې ايُوب خپل ځان صحيح ګڼلو او په خُدائ پاک يې اِلزام لګولو.
هغه د چالاکو منصوبې ګډې وډې کړى، نو داسې د هغوئ په لاس کښې هيڅ کاميابى نۀ راځى.
هغه هوښيار د خپلې چالاکۍ په جال کښې راګېروى، او چالاک خلق زر فنا شى.
خپلې ژبې يې لکه د تُورو په شان تېرې کړې دى، او د هغوئ بدې او ترخې خبرې لکه وژونکو غشو په شان دى،
د هغوئ ژبې لکه د زهريله غشو په شان دى، او هغوئ همېشه دروغ وائى. او هغوئ په خولۀ د خپل ګاونډى سره خوږه لهجه کوى، خو په حقيقت کښې د هغوئ دپاره بدې منصوبې جوړوى.“
ښۀ سړے به د خپل زړۀ د خزانې نه ښۀ څيزونه راوباسى او بد سړے به د خپل زړۀ د بدې خزانې نه بدې خبرې وباسى، ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.
کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بېکاره ده.