2 ”يو هوښيار کس دې تشې خبرې وکړى څۀ، او هغه دې هسې بېمطلبه خبرې وکړى څۀ؟
چې تا ته د څۀ پته ده نو ما ته هم د هغې پته ده، زۀ تا نه څۀ کم نۀ يم.
نو تيمانى اليفز جواب ورکړو،
هغوئ دې په بېفائدې خبرو باندې بحث کوى څۀ، يا په داسې خبرو باندې چې د هغې هيڅ مقصد نۀ وى؟
ستاسو خيال دا دے څۀ چې زما خبرې به صحيح کړئ، او د نا اُميده سړى خبرې بېمطلبه ګڼئ؟
”ترڅو پورې به تۀ دا خبرې کوې، او دا بک بک به جارى ساتې؟
د قابل سړى زړۀ د هغۀ خولۀ قابو کوى، او د هغۀ کلام موثر کوى.
لکه څنګه چې ماشوم دې دُنيا ته لغړ او خالى لاسونه راځى، هم داسې به دې دُنيا نه خالى لاسونه ځى. هغه د ټول محنت باوجود هم د ځان سره هيڅ هم نۀ شى وړلے.
بنى اِسرائيل چې ټوله ورځ هر کار هم کوى نو هغه بېفائدې وى. دوکه او ظلم زياتے په هغوئ کښې زياتيږى. د اسور سره د معاهدې باوجود خو بيا هم مِصر ته د زيتُونو تېل لېږى.“
مالِک خُدائ به په عدالت کښې يهوداه سره هم جنګيږى. هغه به بنى اِسرائيل له د هغۀ د عمل په مطابق سزا ورکوى او هغۀ ته به د خپل عمل بدله ملاويږى.
په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟ هغه دې په خپلو کارونو د نېک چال چلن په وسيله او هغه عاجزۍ سره دې دا خبره ثابته کړى، چې د حِکمت نه پېدا کيږى.