2 د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.
مالِکه خُدايه، تا ته پته ده چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان مونږ خپل ژوند د مسافرو په شان په يو ځائ بل ځائ کښې تېر کړے دے، زمونږ ژوند د تېرېدونکى سورى په شان فانى دے.
او د هغوئ انګور چې لا کچه وى نو وبه غورزيږى، او د زيتُونو د ونو په شان به خپلې د ګلونو غوټۍ ضائع کړى.
سحر روغ وى او ماښام مړ شى. او څوک هم پرې خبر نۀ شى او د تل دپاره تباه شى.
ځکه چې مونږ پرون پېدا شوى يُو او مونږ ته هيڅ پته نۀ لګى، ځکه چې په زمکه باندې زمونږ وخت د سورى په شان روان دے.
زما عمر لکه د مازيګر د سورى په شان تير شو، لکه د واښو په شان اوچ شوم.
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، تر ابده به په تخت ناست يې، ستا د نوم پېژندګلو به تر نسلونو پورې وى.
زما په زوره زبيرګو په وجه، تش هډُوکى او تشه څرمن پاتې شوم.
انسان دے لکه د هوا په شان، د هغۀ عمر تېريږى لکه سورى په شان.
ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان، او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.
تا زما د ژوند نه د ژمې مازيګر جوړ کړو، زما ژوند دې په خپل نظر يوه لحظه کړو، د ټولو انسانانو ژوندون صرف هوا ده.
خو اوس، اے مالِکه خُدايه، زۀ د څۀ طمع کوم؟ زۀ په تا باندې توکل کوم.
صادقان به لکه د کجورې د ونې په شان ترقى کوى، او دوئ به لکه د لبنان د دِيار غوندې لوئيږى.
بدکاران کۀ څۀ هم لکه د واښو هسې راټوکيږى، او ټول بدکاران کۀ اوچتيږى، خو بيا هم دوئ به د تل دپاره تباه کيږى.
او د بدعمله خلقو به خير نۀ وى او نۀ به يې ژوند اوږد وى. او دا ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه نۀ يريږى.
خو اوس تاسو په دې نۀ يئ خبر چې سبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى.
ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى